د چارو یو شمېر کارپوهان د ډیورنډ فرضي کرښې سره د افغان امنیتي ځواکونو نظامي مانورونه پر ځای او ښه اقدام ګڼي.
تېره اونۍ پاکستاني نظامیانو یوځل بیا د ننګرهار ولایت اړوند لعلپورې ولسوالۍ ته نږدې تحرکات ترسره کړل او په کونړ یې یو ځل بیا توغنديز بریدونه وکړل، چې تېرو دریو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ګوشتې، پکتیا او سپین بولدک په ځینو سېمو کې نظامي مانورونه ترسره کړل.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء، چې یادو مانورونو کې یې ګډون کړی و، وايي،
افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندي وجنګیږي.
د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان د افغان نظامیانو لخوا د نظامي مانورونه ترسره کول، احضارات نیول، ښوونه او روزنه کول د امنیتي ځواکونو لپاره یو اړېنه کړنه ګڼي.
دوی وايي، د ډیورنډ فرضي او غیرقانوني کرښې سره د پاکستانیو ځواکونو تحرکات د ټولو نړيوالو نظامي اصولو خلاف کار دی او که چېرې یاد هېواد خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي؛ بدې پایلې به ولري.
د نظامي چارو کارپوهان وايي، افغان پوځ د یادو مانورونو ترسره کولو سره خپلو ګاونډیانو ته یو پيغام ورکړ، چې د غیر قانوني تحرکاتو پر وړاندي به د غبرګون سره مخ شي او افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو تهدیدونو پر وړاندي ښه اقدام کولی شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم تېره میاشت ختیځو ولایاتونو ته په خپل سفر کې ویلي و، چې افغان ځواکونه به د پاکستان له لورې د هرې وارې شوې مرمۍ ځواب به په دوو مرمیو ورکوي.
باید یاده شي، چې څو موده وړاندي هم پاکستاني ځواکونو سپین بولدک کې د افغانستان په خاوره ړندې مرمۍ وار کړې وې، چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.